کورپاڼه / هنر او کلتور / هندي اداکارې عرفي جاوید د افغانستان نوي حکومت ته ښېرا وکړه

هندي اداکارې عرفي جاوید د افغانستان نوي حکومت ته ښېرا وکړه

د هند ټلویزیوني اداکارې عرفي جاوید په افغانستان کې د ښځو پر یوازې سفر د نوي حکومت د بندیز پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.

په دې وروستیو کې افغان حکومت یو حکم صادر کړی و، چې له مخې ښځې یې له نارینه پرته د لېرې واټنونو پر تګ بندیز ولګاوه، چې په دې اړه هندي اداکارې سخته غوسه څرګنده کړې ده.

عرفي جاوید پر انسټاګرام یوه سټوري خپره کړې چې په هغې کې یې د هغه ښځو عکس، چې په برقعې کې سفر کوي، شیر کړی او لیکلي یې دي، زه د تــا لـــیــبــا نو د سقوط یا زوال دعا کوم.

نوموړې د افغانستان نوي حکومت ته په خطاب کې ویلي دي، چې پر خلکو د خپل مذهب له جبري کولو څخه ډډه وکړئ.

د ویلو ده چې چې عرفي جاوید په ډېرو ټلويزوني ډرامو کې کار کړی او د مشهور هندي خپرونژ بيګ باس په انلاين فصل کې يې هم برخه اخيستې وه.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …