کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / ښایي د آیفون (۱۴) لړۍ موبایلونو کې د فزیکي سیمکارت آپشن ختم شي

ښایي د آیفون (۱۴) لړۍ موبایلونو کې د فزیکي سیمکارت آپشن ختم شي

د امریکا د ټیکنالوژۍ مخکښ شرکت ایپل چمتووالی نیسي چې خپل نوي ایفون ماډلونه پرته له فزیکي یا دوديز سیم کارت څخه معرفي او خرڅلاو ته یې وړاندې کړي.

د یوه راپور له مخې، د ایپل د آی فون ۱۴ لړۍ کې به د فزیکي سیمکارت سلاټ ختم شي او دا موبایلونه به د ۲۰۲۲ په سپټمبر کې معرفي شي او بریښنایي سیم (eSIM) به سپورټ کوي.

له دې وړاندې ایپل د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر له میاشتې څخه د خپل ایفون ماډول (ایکس ایس) له معرفي کولو وروسته په خپلو ټولو موډلونو کې د ای سیم سپورټ اپشن معرفي کړی و، خو په ورته وخت کې یې کاروونکو ته دا اختیار هم ورکړی و چې کوچنی فزیکي سیمکارت هم وکاروي.

د راپورونو له مخې، ایپل یوازې په امریکا کې د سپټمبر تر ۲۲ پورې د (eSIM) لرونکو ځیرک موبایلونو د تولید وړاندیز کړی او ښایي د ۲۰۲۲ په دویمه درې میاشتنۍ کې د آیفون ۱۳ په ځینو ماډلونو کې د کوچني سیمکارتونو د استعمال اپشن له منځه یوسي.

د ویلو ده چې آیفون کاروونکي د اوسنیو ماډلونو لړۍ کې له یو څخه زیاتو شبکو د استعمال لپاره کوچني سیمکارتونه استعمالوي. نو که آیفون د کوچنیو سیمکارتونو آپشن ختموي نو کاروونکي به د بریښنایي سیمکارتونو په مرسته له یو څخه زیاتې شبکې استعمالوي.

د یادونې وړ ده چې (eSIM) یوه پرمختللې د سیم ټیکنالوژي ده، چې په موبایل کې ځای پرځای یا داخلېږي او په دې سره به شمېره پرته له فزیکي سیمکارت فعاله شي.

دا هم ولولئ

نوکیا زوړ ماډل موبایل په نوي بڼه خرڅلاو ته وړاندې کړ

د نوکیا موبایلونو شرکت یو بل پخوانی موبایل نوې بڼې ته اړولی. له دې وړاندې …