کورپاڼه / ريکارډونه / ریشب پنټ د مهیندرا سینګ ډهوني په زړه پوری ریکارډ مات کړ

ریشب پنټ د مهیندرا سینګ ډهوني په زړه پوری ریکارډ مات کړ

د هند کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکي توپ وهونکي ریشب پنټ په ټیسټ کرکټ کې د خپلې لوبډلې د پخواني ټیسټ کرکټ لوبډلمشر مهیندرا سینګ ډهوني څخه مخکې شو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، کله چې په سینچورین کې د روانې ټیسټ پرمهال د سویلي افریقا بیټر ټامبا بواما د ریشب پنټ لخوا کیچ، نو په دې لومړی هندي لوبغاړی شو چې په لږو ټیسټ لوبو ۱۰۰ کیچونه اخلي.

د راپورونو له مخې، د هند پخواني لوبډلمشر مهیندرا سینګ ډهوني په ټیسټ کرکټ کې پخپله ۳۶مه ټیسټ لوبه کې ۱۰۰ کیچونه پوره کړې و او ریشب پنټ پخپله ۲۶مه ټیسټ لوبه کې دغه هدف پوره کړ.

له دې سربېره د هند ۲۳ کلنه لوبغاړی ریشب پنټ له مهیندرا سینګ ډهوني، سید کرماني، کرن موري، نیان مونګیا او وریدیمان ساها وروسته شپږم لوبغاړی دی چې په ټیسټ کرکټ کې ۱۰۰ کیچونه پوره کوي.

د ویلو ده چې مهیندرا سینګ ډهوني د هند لپاره په ټیسټ کرکټ کې تر ټولو بریالی ویکټ ساتونکی دی، هغه په خپل ټیسټ کرکټ کې ۲۹۴ کیچونه اخیستي دي.

دا هم ولولئ

هغه کار چې په تېرو درېیو کلونو کې چا ونکړ، رویچندران اشوین وکړ

د کرکټ له نړۍ په زړه پوری خبر دا دی، چې د سویلي افریقا په …