کورپاڼه / ريکارډونه / محمد شامي د هند لپاره یو بل ویاړ هم پخپل نوم کړ؛ روي شاستري ورته شاباسی ورکړ

محمد شامي د هند لپاره یو بل ویاړ هم پخپل نوم کړ؛ روي شاستري ورته شاباسی ورکړ

د هند کرکټ لوبډلې پخواني مشر روزونکي روي شاستري د سویلي افریقا پر وړاندې په روانه ټیسټ کې د چټک توپ اچونکي محمد شامي د غوره توپ اچونې ستاینه کړې او هغه ته شاباشی ورکړی دی.

ضهند د سویلي افریقا په وړاندې په سینچورین کې ټیسټ لوبې، چې اوس هم دوام لري، کې هندي توپ اچونکي محمد شامي غوره توپ اچونه وکړه، ۵ ویکټې ترلاسه کړې او هند یې په لومړۍ پاڼۍ کې بریالی کړ.

نوموړي چې کله د سویلي افریقا په لومړۍ پاڼۍ کې کاګیسو رباډ وسوځاوه، نو خپله ۵مه او د ټیسټ کرکټ ۲۰۰یمه ویکټ یې وه.

نوموړي دا کارنامه پخپله ۵۵مه لوبه کې ترسره کړه او د هند کرکټ د ټیسټ لوبو په تاریخ کې له کپیل دیو او جواګل سرينات وروسته درېیم چټک توپ اچونکی شو چې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

کپیل دیل دا کارنامه په ۵۰ ټیسټ لوبو کې او جواګل سرينات په ۵۴ ټیسټ لوبو کې ترسره شوه. د محمد شامي په ښې توپ اچونې پخواني مشر روزونکي روي شاستري هغه ته شاباسی ورکړ.

دا هم ولولئ

هغه کار چې په تېرو درېیو کلونو کې چا ونکړ، رویچندران اشوین وکړ

د کرکټ له نړۍ په زړه پوری خبر دا دی، چې د سویلي افریقا په …