کورپاڼه / کرکټ / جیمس اندرسن یو ځل بیا د ټیسټ لوبو (۵) غوره توپ اچونکو کې راغلی

جیمس اندرسن یو ځل بیا د ټیسټ لوبو (۵) غوره توپ اچونکو کې راغلی

د انګلستان کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکی جیمس اندرسن د ټیسټ کرکټ د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې بیا پنځه غوره لوبغاړو په نوملړ کې راغلی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ کرکټ درجه بندي اعلان کړ، چې د توپ اچونې په برخه کې په لومړیو څلور پوزیشنونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، یعنې لومړی مقام له پیټ کمینس، دویم رویچندران اشوین، دریم شاهین افریدی، څلورم مقام ټیم سوتي سره دی.

جیمس اندرسن، چې د میلبورن ټیسټ لوبه کې غوره توپ اچونه وکړه، درې مقام پورته راغلی او پنځم ځای یې نېولی. همدا راز جوش هیزلووډ، کاګیسو رباډا او نیل ویګنر یو-یو مقام ښکته راغلي او په ترتیب په شپږم، اووم او اتم مقام کې ځای لري او میچل سټارک په نهم او کایل جیمیسن په لسم مقام کې ځای لري.

د توپ وهنې په برخه کې اسټرالیا لوبغاړي مارنس لبشین لومړی، انګلستاني لوبډلمشر جو روټ دویم مقام خپل کړی. دریم مقام له ویلیمسن سره دی او څلورم مقام ته ستیو سمېت شاتګ کړی.

له پنځم څخه تر لسم مقام هیڅ بدلون نه دی راغلی او په ترتیب روهیت شرما، ډیویډ وارنر، ویرات کوهلي، دیموت کرونارتني، بابر اعظم او ټریوس هیډ سره دی.

په الراونډران کې میچل سټارک بیا مخکې تګ کړی، بین سټوکس له پنځم مقام څخه شاته غورځولی او دا مقام یې خپله نېولی دی.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …