کورپاڼه / جالب / که دوه انتخابه ولرئ، کوم یو غوره کوئ مینه که چټک انټرنیټ؟ حیرانوونکې څېړنه

که دوه انتخابه ولرئ، کوم یو غوره کوئ مینه که چټک انټرنیټ؟ حیرانوونکې څېړنه

که تاسې وپوښتل شئ چې د مینې او چټک انټرنیټ ترمنځ یو وټاکئ، نو تاسې به کوم یو غوره کړئ؟ دا چې ستاسو ځواب به څنګه وي، خو په امریکا د یوې سروې له مخې حیرانوونکې پایلې لاسته راغلي دي.

د میل انلاین ورځپاڼې د راپور له مخې، په دژ سروې کې هغه کسان پوښتل شوي چې د ۱۹۹۷ او ۲۰۱۲ کال ترمنځ زېږېدلي و، چې د نوي نسل ۷۷ سلنه خلکو ورته په ځواب کې وویل چې موږ غواړو خپل مسلک کې پرمختګ وکړو.

همدا په دویم نوبت کې ۷۴ سلنه خلکو غوښتل چې هغوی دې چټک انټرنیټ ولري، ۷۰ سلنه خلکو ویل چې موږ په رخصتۍ تلل غواړو او ۶۹ سلنو خلکو نويو ملګرو پیدا کولو ته ترجیح ورکوله.

له دې وروسته ۵۱ سلنه خلکو له خپل ملګري سره د ښه وخت تېرول غوره کړل. همدارنګه ۴۳ سلنه بیا د واده لېوني وي او ۴۰ سلنو خو د ماشوم پیدا کول غوره کړل.

د څېړنو ډلې مشر شیرون میډوز ویلي دي، دا ښایي لومړی انساني نسل وي چې چټک انټرنیټ ته له کورنۍ او مینې زیات ارزښت ورکوي او دا زموږ د نسل لپاره خورا حیرانوونکې ده.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …