کورپاڼه / بېلا بېل / سعودي عربستان په عمره کوونکو نوی بندیز ولګاوه

سعودي عربستان په عمره کوونکو نوی بندیز ولګاوه

د کورونا وایروس د نوې بڼې اومي کرون په خپرېدو سره، چې اوسمهال په خپل زور کې ده، سعودي عربستان یو ځل بیا په عمره کوونکو بندیز پورې کړ.

د راپورونو له مخې، په مسجدالحرام او نبوي جومات کې نن د ماسک په اچولو او همدا راز د ټولنیز واټن په مراعتولو باید ټینګار شوی او هغه څوک چې دا شرطونه ونه مني نو اجازه به ور نکړل شي.

دا بندیزونه د نن سهار له ۷ بجو راوروسته لګېدلي دي او د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په هېواد کې به د مراسمو ترڅنګ په عامه ځایونو کې هم ماسک اچول اړینه دي او پلي کوي یې.

دعه راز د لمانځه ترڅنګ به مطاف کې هم یو ځل ټولنیز واټن پلي کول اړین دي، هلته بیا د همدې لپاره ټریکسې جوړوي او سټیکرې به هم لګوي.

بل لوري ته دا هم ویل کېږي چې د لمونځ کوونکو ترمنځ د ټولنیز واټن مراعاتو لپاره یې د لمانځه مصلې ویشل هم پیل کړي.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …