کورپاڼه / خپلواک / د اى پي ايل بولۍ کې کوم کوم لوبغاړي واخيستل شو؟
اى پي ايل

د اى پي ايل بولۍ کې کوم کوم لوبغاړي واخيستل شو؟

خپلواک وېبپاڼه (١٩ دسمبر ٢٠١٩): د اى پي ايل ٢٠٢٠ کال سياليو لپاره نن د هند په کلکته کې بولي ترسره شوه، چې هرې لوبډلې پکې له ځان سره د ساتل شويو لوبغاړو پرته نور لوبغاړي واخيستل، يو شمېر لوبډلو نوي لوبغاړي له خپلو لوبډلو سره يو ځاى کړل او يو شمېر لوبډلو بيا هماغه لوبغاړي بېرته په اى پي ايل بولۍ کې واخيستل، چې له ځان سره يې نه و ساتلي.

د اى پي ايل ٢٠٢٠ کال سياليو لپاره څه کم ١٠٠٠ لوبغاړو نومليکنه کړې وه، چې د ټولو لوبډلو سره په شريکه د اى پي ايل مسوولينو ترې څه دپاسه درې سوه لوبغاړي د بولۍ لپاره غوره کړي و.

سږ کال تر ټولو ګران لوبغاړى پاټ کومنز د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې واخيسته، چې هغه په ١٥.٥ کروړه چې ١٥٥ ميليونه هندي کلدار کې يادې لوبډلې په خپله لوبډله کې شامل کړ.

همدا راز ګلين ميکسويل بيا د کنګز اليون پنجاب لوبډلې په ١٠.٧٥ کروړه واخيسته او کريس موريس بيا رايل چېلنجرز بنګلور لوبډلې ته په ١٠ کروړه يا ١٠٠ ميليونه هندي کلدارو پرېوت.

د اى پي ايل ګرانبيه لوبغاړي

يادې بولۍ ته ٧ افغان لوبغاړي هم غوره شوي و، چې محمد شهزاد، ظاهر خان، قېس احمد، کريم جنت، وقار سلامخېل، نوين الحق او نور احمد پکې شامل و، ډېره هيله ښکاره کېده چې ښايي نور احمد، ظاهر خان او قېس احمد کې کوم لوبغاړى واخيستل شي، خو بولۍ ته يوازې نور احمد او ظاهر خان وړاندې شو، چې کومې لوبډلې وانه خيستل.

د ٢٠٢٠ اى پي ايل سياليو لپاره په بولۍ کې کومې لوبډلې کوم لوبغاړي واخيستل، دلته يې ګورو:

چناى سوپر کنګز:

پيوش چاوله، سم کران، جوش هازلووډ او ساى کشور.

ډيلي کاپيټالز:

شيمرون هيټماير، مارکوس سټوينيس، اليکس کېري، جېسن روى، کريس ووکس، موهيت شرما، تشار ديشپانډى او لليت يادو.

کنګز اليون پنجاب:

ګلين مېکسويل، شيلډون کاټرېل، کريس جورډن، روي بيشنويي، پرابيسمرن سينګ، ديپک هوډا، جېمز نيشام، تاجيندر ډيلون او ايشان پوريل.

کلکته نايټ رايډرز:

پاټ کومنز، اوين مورګن، ورون چکراورتي، ټام بانټون، راهول تريپاټي، کريس ګرين، نيکيل شنکر نايک، پروين تامبى او اېم سيدارت.

ممبۍ انډينز:

ناتن کولټر نيل، کريس لين، سورب تيواري، ډيګويجى ديشموک، پرنس بلونت راى سينګ او محسن خان.

راجستان رايلز:

روبين اوتهاپا، جېديو اونادکټ، کارتک تياګي، ټام کران، انډري ټاى، انوج راوت، ډيويډ ملر، اوشانى توماس، انيرودا اشوک جوشي او اکاش سينګ.

رايل چېلنجرز بنګلور:

کريسټوپير موريس، ارون فينچ، کېن ريچارډسن، ډېل سټين، ايسورو اوډانا، شهباز احمد، جوشوا پيليپي او پاون ديشپانډى.

سنرايزرز حېدراباد:

مچل مارش، پريام ګرګ، ويراټ سينګ، فابين الين، سنديپ باواناکا، سنجى يادو او عبدالصمد.

د يادولو ده چې هرې لوبډلې له مخکې ځان سره يو شمېر لوبغاړي ساتلي و، چې په هغه لړ کې سنرايزرز حېدراباد لوبډلېه راشد خان او محمد نبي او کنګز اليون پنجاب لوبډلې مجيب الرحمان هم له ځانونو سره ساتلي دي.

د اى پي ايل د راتلونکي پړاو سيالۍ د ٢٠٢٠ کال د اپريل په لومړۍ نېټه پيلېږي او د مۍ تر ٣١مې نېټې پورې به دوام وکړي. دغه ليګ چې ٨ لوبډلې پکې ګډون لري ٦٠ سيالۍ به پکې د هند په بېلا بېلو ښارونو کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …