کورپاڼه / ليکنې / پاچا او وزیر \ لنډه کیسه
پاچا او وزیر

پاچا او وزیر \ لنډه کیسه

په یوه زمانه کې یو پاچا و چې ۱۰ ځنګلي سپي یې ساتلي و. د هغه په وزیرانو کې چې به هر یو کومه تېروتنه وکړه، نو پاچا به سپیو ته اچوو، چې سپیو له تېغه تېر کړ. یوه ورځ د پاچا یو ډېر نږدې وزیر هغه ته یوه غلطه مشوره ورکړه، چې د پاچا خوښه نه شوه او پرېکړه یې وکړه چې خپل دا ډېر خاص وزیر هم سپیو ته واچوي.

وزیر له پاچا نه خواست وکړ او ورته یې وویل چې ما لس کاله شپه و ورځ ستا خدمت وکړ، خو تاسې په یوه کوچنۍ تېروتنه ماته دومره ستره سزا راکوئ. بیا هم ستاسې امر په سر سترګو منم، خو زما د خدمت په بدله کې ماته ۱۰ ورځې وخت راکړئ، له هغه وروسته بیا ستاسې د امر سره سم ما سپیو ته واچوئ. پاچا چې دا خبرې واورېدې، نو هغه ته یې وخت ورکړ.

وزیر له هغه ځایه نېغ د سپیو د ساتونکي خواته ورغی، چې د دغه سپیو د ساتنې لپاره ګمارل شوی و، هغه ته یې وویل چې ۱۰ ورځې به هغه د دې سپیو ساتنه کوي. دغه کس د وزیر په دې خبره ډېر حېرانه شه، خو بیا یې اجازه ورکړه. په دغه لس ورځو کې وزیر د سپیو د خواړو، ویده کېدو او لمبا پورې ټول کارونه په خپله ترسره کول.

کله چې لس ورځې پوره شوې، نو پاچا امر وکړ چې وزیر دې د سپیو وړاندې وغورځول شي، خو هلته ولاړو ټولو خلکو داسې یو منظر ولیده، چې له حېرانتیا ګوته په غاښ پاتې شو. دوی ولیدل چې سپي په ځای د دې چې وزیر وخوري، د هغه خواته راغلل او د هغه پښې یې وڅټلې.

پاچا چې دا هر څه ولیدل، ډېر حېرانه شو، پوښتنه یې وکړه چې په دې سپو څه شوي دي؟ نو وزیر ورته په ځواب کې وویل، چې جلالتمابه! ما غوښتل تاسې ته یوازې دا ښکاره کړم، چې ما د دې سپو ۱۰ ورځې خدمت وکړ، نو دوی زما هغه احسان نه دی هېر کړی او له ماسره دومره مینه وي، خو ستاسې لپاره ما ۱۰ کاله خدمت وکړ او تاسې په یوه کوچنۍ تېروتنه زما ټول خدمت هېر کړ او ماته مو د سزا راکولو پرېکړه وکړه. پاچا چې دا واورېدل، نو د خپلې تېروتنې احساس ورته وشو.

د کیسې موخه:

تېروتنې له هر انسان څخه کېږي، نو ځکه ورته انسان وايي، که یو انسان تېروتنې نه کوي، نو هغه خو به بیا فرښته وي. نو ځکه انسان باید خپلو تېروتنو ته په پام سره د نورو تېروتنې هم وبخښي.

ژباړه: د خپلواک د ژباړې ټیم

دا هم ولولئ

که له مودو وروسته له ملګري سره مخ کېدئ؛ دا دوه موضوعګانې مه چېړئ

له کوم پخواني ملګرې سره له مودې وروسته مخ کېدل ډېره په زړه پورې تجربه …