کورپاڼه / د لوبو راپورونه / له نولس کلنو کم عمره ځوانانو اسیا جام؛ هند او سریلانکا پایلوبې ته لار وموندله

له نولس کلنو کم عمره ځوانانو اسیا جام؛ هند او سریلانکا پایلوبې ته لار وموندله

له نولس کلنو کم عمره ځوانانو اسیا جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې سریلانکا د پاکستان او دویمه نیمه پایلوبه کې هند د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې وموندله.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې سریلانکا په لومړۍ توپ وهنې سره ۱۴۷ منډې وکړې، چې متیش پترانا ۳۱ غوره منډې وکړې او پاکستان لپاره ذیشان ضمیر ۴ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان د ۱۴۸ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې وکړې او په ۲۲ منډو یې لوبه وبایلله. د دوی له لورې احمد ۳۶ زیاتې منډې وکړې او سریلانکا ته تروین میتیو ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

په دویمه نیمه پایلوبه کې هند په لومړۍ توپ وهنې سره د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ منډې وکړې، د دوی له لورې شایک راشد ۹۰ زیاتې منډې وکړې. بنګله دېش ته راقیب الحسن ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله دېش د هند د ۲۴۴ منډو په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې او په ۱۰۳ منډو یې ماتې وخوړه. د دوی له لورې عارف الاسلام ۴۲ زیاتې منډې وکړې. د هند لپاره روي کمار غوره توپ اچونه وکړه، هغه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …