کورپاڼه / جالب / د امریکا په مینیسوټا ایالت کې یو لیک ۶۸ کاله وروسته تر خپل ځاس ورسېده

د امریکا په مینیسوټا ایالت کې یو لیک ۶۸ کاله وروسته تر خپل ځاس ورسېده

د امریکا په مینیسوټا ایالت کې یو لیک ۶۸ کاله وروسته تر خپل ځاس ورسېده؛ دا لیک له ډنمارک څخه لېږل شوی و.

د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، د سوزن نورډن په نوم یوه میرمن د اکتوبر په میاشت کې نوي کور کې مېشته شوه، چې هلته یې یو لیک ترلاسه کړ چې د ۱۹۵۳ کال نېټه پر لیکل شوې او د چا په نوم چې لیک لېږل شوی و د هغه نوم ایډ نیلسن و.

نورډن رسنیو ته ویلي، کله چې مې د لیک نېټه ولېده نو حیرانه شوم، لیک د ډنمارک له پایتخت کوپن هیګن نه استول شوی و او په لیک کې د جیمي په نوم د ماشوم د زېږون زېری ورکړل شوی و.

نوموړې چې کله د کور پخواني اوسیدونکو په اړه معلومات وکړل، نو هغوی رښتیا هم ایډ نیلسن و، چې د فیسبوک په مرسته یې پیدا کړ او د هغه له لمسي سره یې چې کوني اینډرهوم نومېده، اړیکه ونېوله.

اینډرهوم چې کله د لیک په اړه معلومات ترلاسه کړل، نو احساساتي شو او ویې ویل چې دا لیک یې والدینو، نیا او نېکه ته لېږلی و او د ورور د زېږون زېری و، خو ورور یې اوس مړ شو او دا د هغه نښه ده.

دا هم ولولئ

بریتانیې پر خپل یو اوسیدونکي بندیز ولګاوه چې تر یوه کاله پورې دې مرغاوۍ نه ساتي

د برتانیې روغتیا وزارت په ۷۹ کلن الان ګوسلنګ بندیز لګولی، چې د یوه کال …