کورپاڼه / روغتيا / د سړې هوا له امله د رامنځته شوي د ټوخي، نزلې او زکام کورنۍ درملنه

د سړې هوا له امله د رامنځته شوي د ټوخي، نزلې او زکام کورنۍ درملنه

ټوخی، زکام او نزله هغه ناروغۍ دي چې د هوا په بدلانه سره پېښېږي او داسې څوک به نه وي چې دا ناروغي یې نه وي تېره کړې. د دې لامل په اصل کې ۲۰۰ ډوله وایروسونه دي، خو په کورنیو نسخو هم دا ستونزه حل کېدلی شي.

د نزلې او زکام لپاره: دا وایروسي ناروغۍ دي چې د وخت په تېرېدو سره خپله ښه کېږي، خو که په لومړیو پړاوونو کې ځینې کورنۍ نسخې وکارول شي نو ستونزه حل کولی شي.

د اوبو او بخار استعمال: د نزلې پرمهال ځکه د اوبو استعمال اړین وي چې د زکام او نزلې ډېر اغېز د پوستکي په پرده وي، که اوبه استعمال شي نو وایروس له منځه تللی شي. همدا راز بخار هم د پوزې سوخت کموي او ستونزه حل کوي.

دارچیني: دارچیني ډېره ګټوره مساله ده چې درد ضد لپاره هم استعمالېږي. دا مساله د زکام او نزلې لپاره هم ګټوره ده او د تبې په حالت کې د آرام سبب کېږي. همدا راز له دې مسالې قهوه جوړه کړې، شات پکې واچوئ او ګټې یې ترلاسه کړئ.

هوږه: له پخوا زمانو راهیسې هوږه د زکام او نزلې لپاره استعمالېږي، دا د درد ضد خاصیت هم لري، د ستوني سوخت ختموي، که شات ورسره یوځای استعمال شي خورا ګټور تمامېږي.

د ادرک او شاتو چای: د زکام او نزلې په صورت کې د ادرک او شاتو چای هم ډېر ګټور تمامېږي، دا د سینې د سختوالي او بلغمي ټوخي لپاره آرام ورکوي او ستونزه حلوي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …