کورپاڼه / کرکټ / کوانټین ډیکاک په ناڅاپي ډول له ټیسټ کرکټ تقاعد اعلان کړ

کوانټین ډیکاک په ناڅاپي ډول له ټیسټ کرکټ تقاعد اعلان کړ

د سویلي افریقا ویکټ ساتونکي کوانټن ډیکاک په ناڅاپي ډول ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ. وایي غواړم ډېر وخت کورنۍ ته ورکړم او خپل لومړي ماشوم ته ګډه هرکلی ووایو.

ټاکل شوې وه چې ډیکاک به د خپل ماشوم د زیږون لپاره رخصتي واخلي او د هند پر وړاندې به دویمه او دریمه ټیسټ لوبه کې ونه لوبېږي، خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ تایید کړه چې کیڼ لاسي لوبغاړي پریکړه کړې چې نور په ټیسټ فارمیټ کې نه لوبیږي.

ډیکاک د ټېسټ لوبډلې یو له مهمو لوبغاړو څخه و، هغه پخپل ټیسټ لوبېز ژوند په ۵۴ لوبو (۹۱ پاڼیو) کې د ۳۸.۸۲ په اوسط سره د ۳۳۰۰ منډې جوړې کړي، چې ۶ سلیزي او ۲۲ نیمه سلیزې سره یې پای ته ورساوه.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ ویلي، کوانټن ډیکاک پرېکړه کړې چې غواړي خپلې کورنۍ سره ډېر وخت تېر کړي او همدا لامل و چې ټیسټ کرکټ ته یې مخه ښه وویله.

ډیکاک هم منلې چې دا یوه آسانه پرېکړه نه وه، خو کورنۍ یې ورته ډېر ارزښت لري او غواړي چې خپلې میرمنې سره ډېر وخت تېر کړي، خپل لومړي ماشوم ته هرکلی ووایي او په روزنه کې یې ونډه واخلي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …