کورپاڼه / کرکټ / د (روډ سیفټي) لیګ دویم پړاو سیالیو کوربتوب هند او عربي امارات کوي

د (روډ سیفټي) لیګ دویم پړاو سیالیو کوربتوب هند او عربي امارات کوي

د روډ سیفټي (سړک خوندیتوب) په نوم شل اوریزه لوبلړۍ یا لیګ، چې د تېر پړاو سیالۍ یې خورا مشهورې شوې، اوس د دې لیګ دویم پړاو د فبرورۍ په ۵مه پیلېږي او په هند او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

د دې سیالیو دویم پړاو به د فبرورۍ له ۵مې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې په هند کې ترسره شي او د مارچ له لومړۍ تر ۱۹مه پورې به، چې پایلوبه هم پکې شامله ده، په متحده عربي اماراتو کې به ترسره شي.

دا سیالۍ د (MSPL) او (ANZA) ګروپ لخوا په پانګونه ترسره کېږي او د (ANZA) ګروپ د شیخ حمدان بن محمد النهیان شرکت دی.

د دې لیګ لومړي پړاو سیالۍ د یو شمېر لیجنډز او پخوانیو لوبغاړو په شتون کې ترسره شو، چې ډېر بریالی هم و. تمه ده چې دویم پړاو به یې هم عالي بڼه ولري او ۱۶۰ لوبغاړي به پکې ګډون ولري.

د دې سیالیو موخه د سړک ساتنې یا خوندیتوب په اړه پوهاوی دی، چې تېر پړاو اتلولي هند ګټلې او تلکارتني دلشن پکې غوره منډې او ویکټې اخیستې وې. همدا راز سچن ټنډولکر، براین لارا، کیون پیټرسن، جونټي روډز، کارل هوپر، تلکارتني دلشان، وریندر سهواګ او یوراج سینګ په څېر مشهور لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …