کورپاڼه / کرکټ / سټیو سمېت اړ شو چې له خپلو مینه والو مرسته وغواړي
سټیو سمیت

سټیو سمېت اړ شو چې له خپلو مینه والو مرسته وغواړي

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې تکړه توپ وهونکی او د ټیسټ کرکټ مرستیال لوبډلمشر په لفټ کې بند پاتې شوی، نوموړی چې پر ویکټ تر ساعتونو پورې ودرېږي، ۵۵ دقیقې ورته سختې تمامې شوې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې ستونزمن کې د اسټرالیا مرستیال لوبډلمشر سره میټ لي بوشین د مرستې هڅه وکړه خو ګټه یې ونه کړه.

سمیت له ډېرې ناچارۍ ټولنیزې رسنۍ ته مخه کړه او هلته یې له خپلو مینه والو مرسته وغوښته چې، که په لفټ کې بند شئ نو څه کوئ؟ که څوک لارښوونه وکړي چې زه څه وکړم؟ ځکه چې د لږ وخت لپاره دلته بند پاتې یم.

د ویلو ده چې سټیو سمېت د ایشیز سیالیو وړاندې د ټیسټ لوبو مرستیال لوبډلمشر شو او کله چې په دویمه ټیسټ لوبه کې پیټ کمینس نه و، نو لوبډلمشري هم په غاړه وه.

د یادونې وړ ده چې د ایشیز سیالیو په درېیو ترسره شویو لوبو کې اسټرالیا د انګلستان لوبډله له سختو شرموونکو ماتو سره مخ کړه او لوبلړۍ ترې وګټله، څلورمه ټیسټ لوبه د جنورۍ په ۵مه پیلېږي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …