کورپاڼه / جالب / په چین کې خلکو د یوې موډلې پر خلاف اعتراض کړی؛ وایي سترګې یې کوچنۍ دي

په چین کې خلکو د یوې موډلې پر خلاف اعتراض کړی؛ وایي سترګې یې کوچنۍ دي

په چین کې، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د مرسډیز موټر په یوه اعلان کې د موډلې د کوچنۍ سترګو په اړه اعتراض کړی دی.

راپور زیاتوي، چې د یاد شرکت له لورې د اسیایي خلکو هویت او جوړښت په غلط ډول ښودل شوی او د مرسیډیز موټر جوړونکي مشهور الماني شرکت هم د خلکو د سختو اعتراضونو وروسته خپله تبلیعاتي ویډیو له ټولنیزو رسنیو ډیليټ کړې.

یاده ویډیو پدې اوونۍ کې د مرسډیز بینز رسمي ویبو (چینایي ټولنیزو رسنۍ) له اکونټ څخه خپره شوې وه، خو د چینایانو له سختو نیوکو وروسته ډېر ژر لېرې کړه.

د راپور له مخې، په دې ویډیو کې هڅه شوې چې د میک اپ له لارې ښځینه موډلې ته بدرنګه اسیایي ځانګړتیاوې ورکړي، د موډلې سترګې کوچنۍ ښودل شوې و او د دې اعلان له لارې لویدیځ هڅه کوله چې د چین په اړه خپلې تنګ نظرۍ ته وده ورکړي.

اعتراض کوونکو وویل چې موډلې د دې لپاره چې اسیایي ښکاره شي، بدرنګه میک اپ کړی و چې ډېره بده ښکارېده، سترګې یې کوچنۍ وې او ویښتان یې هم د ۱۹مې پېړۍ د چینایي میرمنو په څېر جوړ کړي و او هڅه شوې وه چې لویدیځ په اسیا غوره وښودل شي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …