کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند له نولس کلنو کم عمره ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړه

هند له نولس کلنو کم عمره ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړه

له نولس کلنو کم عمره ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبه کې هند د سریلانکا نولس کلنو ته په ماتې ورکولو، د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د نولس کلنو اسیا جام سیالیو پایلوبه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او توپ وهنه وکړه یې غوره کړه.

دا لوبه د باران له امله ۳۸ اورونو ته راښکته شوې، چې سریلانکا پکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ منډې وکړې. د دوی له لورې یاسرو رودریګو ۱۹ زیاتې منډې وکړې او هند لپاره ویکي اوستال ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

هند ته د ډي اېل میتود له مخې په ۳۲ اورونو کې ۱۰۲ هدف شو، چې هغوی د یو لوبغاړي په زیان په ۲۲م اور کې پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

د هند له لورې انګکریش رګوشي ۵۶ زیاتې منډې وکړې او سریلانکا ته یاسرو رودریګو یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …