کورپاڼه / جالب / دا شرټ کابو څلور میلونه ډالر قیمت لري، خو ولې؟

دا شرټ کابو څلور میلونه ډالر قیمت لري، خو ولې؟

کله چې د ځینو لوړ بیه جامو او شرټونو قیمت اورو نو د حیرانۍ احساس کوو او داسې فکر راولوېږي چې دې جامو کې داسې څه خوبي ده چې دومره لوړ قیمت لري.

خو نن ورځ د یو داسې شرټ په اړه درته معلومات درکوو، چې په ۲۰۱۲ کال جوړ شوی او قیمت یې کابو څلور میلونه ډالر دی، خو پوښتنه دا ده چې د دې شرټ ځانګړتیا څه ده.

د دې شرټ نوم سوپر لیټوو لوکس شرټ دی، چې لندن کې جوړ شوی، په دې شرټ کې چې کومه انرژي استعمال شوې، هغه موږ له چاپیریال جذبوو او دا هماغه انرژي ده د لمریزې انرژۍ سیستم کې هم استعمال شوې ده.

د دې شرټ جوړولو لپاره صفر کاربن ډای اکسایډ له هغې څخه خارج شوی. دننه شپاړس الماس کارول شوي، چې یو سپین او بل یې تور الماس دي او له همدې امله دا شرټ خورا ګران دی.

که غواړئ ترلاسه یې کړئ نو د دې شرټ ترلاسه کولو لپاره باید په لندن کې یو برانډ سره اړیکه ونیسئ، خو باید یاد ولرئ چې له چین پرته په آسیایی هیوادونو کې شتون هم نلري.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …