کورپاڼه / جالب / دې کورنۍ د ګنیس ریکارډ جوړ کړی؛ ټول په یو ډول ناروغۍ اخته دي

دې کورنۍ د ګنیس ریکارډ جوړ کړی؛ ټول په یو ډول ناروغۍ اخته دي

د انګلستان په کووینټري ښار یوې پاکستانۍ الاصله کورنۍ ټوله، یعنې مور او پلار له شپږو اولادونو سره په (البینزم) ناروغۍ اخته دي او دا چې په زیات شمېر په دې ناروغۍ اخته دي نو د ګینس ریکارډ یې جوړ کړی.

د ګنیس نړیوالو ریکارډ اداره وایي، پاکستانۍ الاصله کورنۍ مشران اسلم پرویز او شمیم اختر پاکستان کې زیږېدلي، دواړه په البینزم اخته دي او څو کاله وړاندې انګلستان ته راغلي دي. د دوی شپږ اولادونه هم په مورزادي ډول په یاده ناروغۍ اخته دي.

د ویلو ده چې د البینزم ناروغي یوه ارثي ناروغي ده، چې په دې کې د پوستکي، ویښتانو، د سترګو د غاټکي ته ځانګړې رنګ ورکوونکي ماده (میلانین) اغېزمن شوي وی او په دې ناروغۍ اخته کسان په مورزادي ډول سپین سري او سپین رنګه وي او د سترګو رنګ یې هم مختلف وي.

د دې کورنۍ اولادونو باندې خلک مسخرې کولې او هیڅ ملګري یې نلرل، کله چې دوی لویان شول نو پوه شول چې دوی یوازې نه بلکې په زرګونه خلک دا ناروغي لري او د خلکو په پوهاوي یې لاس پورې کړ.

څه موده وړاندې د ددې کورنۍ مشره لور نسیم اختر فکر وکړ چې راشه د ګینس ریکارډ جوړولو لپاره غوښتنه وکړه. ګینس ډېر ژر ځواب ورکړ او ریکارډ یې ثبت کړ، اوس دوی ټولو ودونه کړي خو اولادونه یې دا ناروغي نلري.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …