کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټیليګرام د پیغام ژباړلو ځانګړنه رامنځته کړه

ټیليګرام د پیغام ژباړلو ځانګړنه رامنځته کړه

ټیلیګرام، چې د وټساپ اپلیکیشن د بدیل په توګه منځته راغلی او د وټساپ د سختو شرایطو پرمهال یې ورته مخه وکړه، اوس یې د پیغام د ژباړلو غوره ځانګړې رامنځته کړې ده.

ټیلیګرام د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ د کاروونکو لپاره ټولټال څلور ځانګړې رامنځته کړي، چې په هغې کې د پیغام ژباړلو ځانګړتیا یې تر ټولو غوره دی.

د دې ځانګړنې د استعمال لپاره به سیټینګ ته لاړ شئ، هلته به د خپلې خوښې هغه ژبه انتخاب کړئ چې تاسو پرې د پیغام اورېدل غواړئ.

د ژباړلو دا ځانګړنه اوسمهال یوازې د اندراید کاروونکو لپاره وړاندې شوې، په راتلونکې پړاو کې به یې د آی او ایس کاروونکو لپاره هم وړاندې کړي.

کله چې دا ځانګړنه فعال شي نو له هغې وروسته به چې کله پر پیغام کلیک وشي نو هلته به د ژباړې آپشن راشي، کله چې پرې کلیک وشي نو په آسانۍ به یې ولولئ.

دا هم ولولئ

ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

د ناسا فضایي بېړۍ (روور) په مریخ کې د یوې ډبرې نمونې د ترلاسه کولو …