کورپاڼه / ريکارډونه / هغه لوبغاړي چې د ۲۰۲۱ کال پرمهال یې غبرګې سلیزې وهلي؛ حشمت شهیدي هم پکې دی

هغه لوبغاړي چې د ۲۰۲۱ کال پرمهال یې غبرګې سلیزې وهلي؛ حشمت شهیدي هم پکې دی

په ۲۰۲۱ کال کې د کورونا وایروس او د نړیوال شل اوریز جام په سبب ټیسټ کرکټ د نورو کلونو په نسبت کم ترسره شو، یعنې په دې کال کې ۴۴ ټیسټ لوبې ترسره شوې، چې توپ اچونکو هماغسې بادشاهي وکړه خو توپ وهونکو ته ښه تمام نه شو.

په دې ۴۴ لوبو کې ۸ ځلې په یوې-یوې پاڼۍ او ۶ ځلې له ۲۰۰ په زیاتو منډو بریاوې ترلاسه شوي. په دې ستونزمنو حالاتو کې یوازې ۷ لوبغاړو غبرګې سلیزې ووهلې، خو درې سلیزې چا ونشو وهلی.

په غبرګو سلیزو وهونکو لوبغاړو کې یوازینی لوبغاړی د انګلستان لوبډلمشر جو روټ دی، چې دا کارنامه یې دوه ځلې ترسره کړې ده.

په ۲۰۲۱ کال د سریلانکا لوبډلمشر دیموت کرونارتني ۲۴۴ غوره منډې جوړې کړي، هغه دا کارنامه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړې. دویم غوره منډې د کین ویلیمسن دي، چې د پاکستان پر وړاندې یې جوړې کړي.

بیا جو روټ دی چې د سریلانکا پر وړاندې یې ۲۲۸ او د هند پر وړاندې یې ۲۱۸ غوره منډې جوړې کړي. پنځم غوره منډې د پاکستان عابد علي دی چې د زمبابوې پر وړاندې یې ۲۱۵ منډې جوړي کړي دي.

شپږم غوره منډې د ویسټ انډیز ځوان لوبغاړي کایل مایرز جوړې کړي، هغه د بنګله دېش پر وړاندې ۲۱۰ غوره منډې جوړي کړي. اووم غوره منډې د حشمت الله شهیدي چې د زمبابوې پر وړاندې یې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې دي او لومړی افغان دی چې دا کارنامه ترسره کوي او اتم مقام کې ډیون کانوي کې د انګلستان خلاف یې ۲۰۰ منډې وکړې.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …