کورپاڼه / کرکټ / هند د سویلي پر وړاندې یوه ورځنیو لوبو ته لوبډله اعلان کړه؛ روهیت شرما نشته راهول لوبډلمشر دی

هند د سویلي پر وړاندې یوه ورځنیو لوبو ته لوبډله اعلان کړه؛ روهیت شرما نشته راهول لوبډلمشر دی

هند د سویلي افریقا پر وړاندې د درېیو ورځنیو لوبو لپاره اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه، روهیت شرما په لوبډله کې نشته او د هغه پرځای لوبډلمشري لوکېش راهول ته سپارل شوې ده.

د راپور له مخې، د هند کرکټ د یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبډلمشر روهیت شرما په بشپړ ډول نه دی رغېدلی، همدا لامل دی چې هغه په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی او پرځای راهول لوبډلمشر او جسپریټ بومرا مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی.

د هند کرکټ د غوراوي کمېټې مشر چیتن شرما وایي، موږ په مخ کې دوه نړیوال جامونه او یو د اتلولۍ جام لرو، نو د همدې لپاره مو پرېکړه وکړه ترڅو روهیت شرما په بشپړ ډول ورغېږي.

هغه د راهول په اړه وایي چې راهول د لوبډلمشرۍ وړتیاوې لري او موږ غواړو چې هغه د درېیو واړه فارمیټونو لپاره چمتو کړو او د راتلونکي لپاره به هغه لوبډلمشر وي.

لوبډله: لوکېش راهول (لوبډلمشر)، شکر دھوان، رتوراج ګیکواډ، ویرات کوهلي، سوریل کمار یادیو، شریاس ایر، وینکټیش اییر، ریشب پنټ (ویکټ ساتونکی)، ایشان کیشن (ویکټ ساتونکی)، یوزویندر چهل، رویچندران اشوین، واشنګټن سندر، جسپریټ بومرا (مرستیال لوبډلمشر)، بوینشور کمار، دیپک چاهر، پرسید کرشنا، شردل ټاکور او محمد سراج.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …