کورپاڼه / خبرونه / ملي سپورټ د افغانستان او هالېنډ ترمنځ لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي

ملي سپورټ د افغانستان او هالېنډ ترمنځ لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي

د ملي سپورټ ټلویزون د افغانستان او هالېنډ ترمنځ د ترسره کېدونکي لوبلړۍ د خپرولو حقوق ترلاسه کړه، درې واړه یوه ورځنۍ لوبې به په ژوندۍ بڼه ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به راتلونکې اوونۍ د قطر په لور وخوځېږي او هلته به له هالېنډ لوبډلې سره د جنورۍ په ۲۱، ۲۳ او ۲۵مه نېټه یوه ورځنۍ سیالۍ پخپل کوربتوب ترلاسه کړي.

دا مهال زیات شمېر افغان لوبغاړي په تجارتي لیګونو کې لوبېږي او ځینې اوس-اوس له لیګونو راستانه شوي، خو کرکټ تر دا مهاله یادو سیالیو ته لوبډله نه ده اعلان کړې، خو دا چې لوبډله راتلونکې اوونۍ قطر ځي نو داسې ښکاري چې په نږدې ورځو کې به ورته لوبډله اعلان کړي.

د ویلو ده چې افغان لوبډله بوخت مهالویش لري او له هالېنډ سره له لوبو وروسته به له زمبابوې سره درې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي، خو دا سیالۍ یو څه شکمنې ځکه دي چې زمبابوې کې د کورونا وایروس له امله یې ترسره کېدل تر پوښتنې لاندې دي.

له هغې وروسته به افغان لوبډله بنګله دېش ته سفر ولري او هلته به د فبرورۍ په وروستۍ اوونیو کې درې یوه ورځنۍ او د مارچ په سر کې دوه شل اوریزې لوبې ولري.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …