خپلواک وېبپاڼه (١٩ دسمبر ٢٠١٩): د انګلستان او پاکستان ښځينه لوبډلو ترمنځ دويمه شل اوريزه لوبه ترسره شوه، چې د انګلستان ښځينه لوبډلې ښه لوبه نندارې ته وړاندې او د پاکستان ښځينه لوبډلې ته يې په ٨٤ منډو ماته ورکړه، چې له دې سره يې د ٢-٠ سره په لوبلړۍ کې هم مخکېوالى ترلاسه کړ.
د انګلستان او پاکستان ښځينه لوبډلو ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو دويمه شل اوريزه لوبه په کوالامپور کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د انګلستان ښځينه لوبډلې وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.
د انګلستان ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې اېمي جونز ٨٩، ډېني وياټ ٥٥، فران ويلسون ١٢ او کيترين برنټ ١٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د پاکستان له لوري انم امين او ندا ډار ٢-٢ او سيده اروب شاه ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٨٦ منډو د هدف په تعقيب کې د پاکستان ښځينه لوبډله ناکامه شوه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٠١ منډې وکړې چې په ٨٤ منډو يې ستره ماته وخوړه. د دوى له لوري ارم جاوېد ٣٨، عاليه رياض ١٦ او جويريه خان ١٠ منډې وکړې.
د انګلستان له لوري کيترين برنټ، سوپي ايکليسټون او مېډي ويليرز ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه اېمي جونز ته ورکړل شوه، چې په ٥٢ توپونو يې ٨٩ منډې ترلاسه کړې وې.
د نننۍ لوبې په بريا سره انګلستان ښځينه لوبډلې د درې شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې دوه لوبو کې بريا خپله کړه او په دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه. د يادولو ده چې تر دې مخکې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې د انګلستان ښځينه لوبډلې د پاکستان ښځينه لوبډلې ته د ٢٩ منډو په توپير ماته ورکړې وه، همدا راز دريمه او وروستۍ شل اوريزه لوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د دسمبر په شلمه نېټه ترسره شي.