کورپاڼه / جالب / هغه اوه میتره غټه ډبره چې په ډېرې آسانۍ سره ښورول کېږي

هغه اوه میتره غټه ډبره چې په ډېرې آسانۍ سره ښورول کېږي

د فرانسې په شمال ختیځ کې یو ځنګل د رنګارنګ ډبرو څخه ډک دی، چې بې شمیره جیولوژیکي حیرانتیاوې لري. هلته د ۱۳۲ ټن وزن په درلودلو د اوه میترو په اندازه داسې ډبره هم شته چې یو شخص یې هم ښورولی شي.

لکه څنګه چې دا ډبره د یو شخص له لورې هم ښورول کېدلی شي خو د دې لپاره اړینه ده چې د ډبرې سم ځای معلوم شي.

د ویل ګوت په نوم ځنګل کې دا ډبره تر ټولو مشهور ده، دا ډبره دومره غټه ښکاري چې ګمان پرې داسې کېږي چې دا به ونه ښورول شي او څوک پرې د لاس ایښودلو جرات هم نه کوي.

خو دا هغسې ډبره نه ده بلکې په ډېرې آسانۍ یو شخص کولی شي چې له سم ځایه په نېولو حرکت ورکړي، ځکه چې دا د ډبرې د ثقل په مرکز اغیزه کوي.

دا ډبره له ښکته لوري یو څه وړه او په پورتنۍ برخه کې یو څه پراخه ده. د دې ډبرې نوم لوګان دی. هغه خلک چې دا ډبرخ ښوروي فکر کوي چې دوی خورا پیاوړي دي، خو داسې نه ده، که څه هم د دې ډبرې لوړوالی د انسان په پرتله لوړ دی خو په آسانۍ ښورول کېږي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …