کورپاڼه / جالب / د بریتانیې یوه بانک په تېروتنې زرګونه حسابونه ته ۱۳ میلونه پاونډه استولي

د بریتانیې یوه بانک په تېروتنې زرګونه حسابونه ته ۱۳ میلونه پاونډه استولي

په بریتانیه کې د یوه بانک په تېروتنې د زرګونو کسانو بانکي حسابونو ته روپۍ ورلېږي. دا بانک سانټینډر نومېږي او ۷۵ زره حسابونو ته یې ۱۳ میلونه پاونډ استولي دي.

د بریتانوي رسنیو د راپور له مخې، د کرسمس په سهار د زرګونه کسانو په بانکي حسابونو کې هغه وخت په حیرانوونکې توګه پیسې ډېرې شوې، چې له یوه بانک له لورې تېروتنه وشوه.

راپور زیاتوي، د سانټینډر په نوم یو بانک ۷۵ زره حسابونو ته ۱۳ میلونه پاونډه جمع کړي. همدا راز یاد بانک له خلکو د پیسو په وصولۍ کې هم له ستونزو سره مخ شوی.

راپور همدا راز وایي چې دوی د پیسو زیاته برخه هغه حسابونو ته استولي، چې نورو بانکونو کې جوړ شوي ول او اوس یاد بانک له نورو بانکونو سره په ګډه کار کوي ترڅو ستونزه حل کړي.

دې بانک په یو راپور کې ویلي دي، دا ډېره د خواشینۍ وړ ده چې د تخنیکي ستونزې په سبب مو د پیرېدونکو حسابونو ته پیسې دوه برابره کړي دي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …