کورپاڼه / روغتيا / د سر درد ګواښونکی هم وي؛ نښې نښانې یې

د سر درد ګواښونکی هم وي؛ نښې نښانې یې

د سر درد تل خطرناک نه وي خو ځینې وخت د اغېزمن شخص ژوند له ګواښ سره هم مخ کولی شي، که چېرته سمدلاسه تشخیص شي نو خطر یې کمولی شي. لاندې نښې نښانې باید له پامه ونه غورځول شي.

۱- په څو ثانیو یا دقیقو لپاره داسې درد چې د زغم وړ نه وي.
۲- د بدن اړخ بدلولو سره سخت درد.
۳- له ټوخي، پرنجي یا لر بدن د فشار په پایله کې سر درد.
۴- داسې درد چې ختمېدل نلري.
۵- هغه درد چې له ۵۰ کلنۍ وروسته پیدا کېږي.

۶- هغه درد چې د تبې، سړو، خولې یا وزن کمېدو په صورت کې وي.
۷- د درد شدت ډېرېدل او کمېدل.
۸- د سر په کومه ځانګړې برخه درد
۹- د بدنی کمزوری په حالت کې درد
۱۰- د درد پرمهال سترګې سرې کېدل

که چېرته پورته نښې، نښانې ښکاره شوې، نو سمدلاسه طبي مرسته ترلاسه کړئ او که چېرته دا نښې، نښانې وې:

۱- د دماغي حالت په بدلون سره درد
۲- د درد پرمهال د مخ عضلې اغېزمنې کېدل.
۳- مرګي
۴- که په تېر کې مو د سرطان او ایډز درمل کارولي وي.
۵- ناڅاپه داسې درد چې د زغم وړ نه وي.
په داسې حالاتو کې سمدلاسه ډاکټر ته مراجعه وکړئ، که موټر چلوئ نو ډډه ترې وکړئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …