کورپاڼه / خپلواک / بنګاليانو له ګربز سره څه کړي؟ چې د افغانانو غبرګون يې راپارولى
رحمان الله ګربز

بنګاليانو له ګربز سره څه کړي؟ چې د افغانانو غبرګون يې راپارولى

خپلواک وېبپاڼه (١٩ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان ځوان او چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز اوسمهال په بنګله دېش هېواد کې د بنګله دېش تجارتي ليګ کې لوبېږي.

په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوې ده، چې افغانانو پرې سخت غبرګون ښکاره کړى دى. دغه ويډيو چې ښايي بنګاليانو د ټوکې په ډول جوړه کړې وي، خو د افغانانو غصه يې راپارولې ده.

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې رحمان الله ګربز د څلور نورو لوبغاړو سره راروان دى، چې د هغه تر شا راروان کس له رحمان الله ګربز پرتوګ ښکته راکاږي، چې رحمان الله ګربز بېرته خپل پرتوګ پورته کوي او په منډې شاته ځي او بل لوري ته راتاوېږي، چې په دې سره ټول خاندي. که څه هم په دغه ويډيو کې رحمان الله ګربز هم خاندي او دا کار داسې ښکاري چې يوه ټوکه ګڼي، خو ځينو افغانانو پرې غصه ښکاره کړې ده.


ښايي دا ډول ټوکې د بنګاليانو لپاره کومه نوې خبره نه وي، خو په افغان ټولنه کې داسې ټوکه او بيا د دغه ډول ټوکو ويډيوګانې ټولنيزو رسنيو ته راوتل ډېره بده خبره ګڼل کېږي.

د يادولو ده چې رحمان الله ګربز په لومړي ځل د بنګله دېش په تجارتي ليګ کې لوبېږي، په دغه ليګ کې هغه د کهلنا ټايګرز لوبډلې د پيل توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په توګه مېدان ته راکوزېږي، چې په خپله لومړۍ لوبه کې نوموړي پنځوسيزه هم وهلې وه.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …