کورپاڼه / جالب / دې ونې ته ولې صحابي ونه ویل کېږي او چېرته واقع ده؟

دې ونې ته ولې صحابي ونه ویل کېږي او چېرته واقع ده؟

په نړۍ کې داسې ډېر سپېڅلي ځایونه شته چې د خپل زړه راښکونکي او په زړه پورې تاریخ له امله پیژندل شوي، ځینې خو یې داسې دي چې په لېدو انسان حسد کوي. نن ورځ د یوې داسې ونې په اړه غږیږو چې صحابي ونه ګڼل کېږي.

د اردن له پلازمېنې په ۱۵۰ کیلومترۍ کې د ازرق ښار سره نږدې یوه داسې ونه شته چې ۱۵۰۰ کاله عمر لري. د ونو په اړه عام نظر دا دی چې ونې هم زړېږي، چینجي کوي او ختمېږي، خو دا ونه اوس هم د ځوانۍ پرمهال ښکاري.

دې ونې ته صحابي ونه هم ویل کېږي، په دې اړه ویل کېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماشومتوب پرمهال د دې ونې لاندې دمه کوله.

په ترمذي کې له ابو موسی اشعري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ۱۲ کلن و، چې د شام په سفر کې یې له حضرت ابو طالب سره د یوځای کېدو هیله څرګنده کړه. دغه کاروان چې شام ته د سوداګرۍ لپاره روان و، بیت المقدس ته نژدې په بصره کې ودرېد او د لارې په اوږدو کې یې د یوې ونې لاندې په سیوري ته دمه وکړه.

د تاریخ او سیرت په کتابونو کې لیکل شوي دي چې د صحاببي ونې خپلې ښاخونه په ډیره جذبه او عقیدت د رسول الله مبارک سر ته راښکته کړل. دا هم روایت دی چې کله رسول الله د بحیرا په غوښتنه کلیسا ته ورغی نو کلیسا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نور په سبب روښانه شوه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دې ونې لاندې دمه کوله او په سخته ګرمۍ کې به یې سیوری برابروو او اوس هم د دې ونې په طاقت کې هیڅ توپیر نه دی راغلی او په حیرانوونکې توګه دا ونه په وچه دښته کې هم شنه ولاړه ده او یوازې د باران اوبه ورسېږي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …