کورپاڼه / ريکارډونه / د کریس ګیل په ګډون شپږ هغه لوبغاړي چې زیاتې شپږیزې یې وهلي دي
کریس ګیل ۱

د کریس ګیل په ګډون شپږ هغه لوبغاړي چې زیاتې شپږیزې یې وهلي دي

کرکټ یوه داسې لوبه چې په ټوله نړۍ کې له یو میلیارد څخه زیات مینه وال لري، دغه لوبه تر ډېره حده په سترو شاټونه، یعنې شپږیږو او څلوریزو ښکلي ده.

لکه څنګه چې، دغه لوبه له فوټبال وروسته زیات مینه وال لري او د څلوریزو او شپږیزو لوبه ده، نو نن به درته د کرکټ د ډګر هغه شپږ لوبغاړي در وپېژنو، چې په نړیوال کرکټ کې یې زیاتې شپږیزې وهلي دي.

په دې نوملړ کې لومړی نوم د ویسټ انډیز د مخکښ توپ وهونکي کریس ګیل دی. کریس ګیل چې د کرکټ په نړۍ کې ګڼ شمېر ریکارډونه لري، په نړیوالو لوبو کې د ۵۵۳ شپږیزو په وهلو لومړی مقام لري.

په دویم مقام کې د پاکستان پښتون لوبغاړی شاهد افریدی ځای لري. نوموړی چې د لوړو او هسکو شپږیزو په وهلو سره مشهور دی، په نړیوال کرکټ کې ۴۷۶ شپږیزې لري.

دریم مقام له روهیت شرما سره دی، هغه ۴۵۴ شپږیزو په وهلو سره دا مقام له ځان سره لري. څلورم مقام له برینډن مکالم سره د ۳۹۸ شپږیزو په وهلو، پنځم مقام له مارټن ګوپټل سره د ۳۶۵ شپږیزو په وهلو او شپږم مقام له مهیندرا سینګ ډهوني سره د ۳۵۹ شپږیزو په وهلو سره دی

دا هم ولولئ

هغه کار چې په تېرو درېیو کلونو کې چا ونکړ، رویچندران اشوین وکړ

د کرکټ له نړۍ په زړه پوری خبر دا دی، چې د سویلي افریقا په …