کورپاڼه / روغتيا / د ګرمې مسالې یا مصالحې چای د نزلې، زکام او ټوخي درملنه ده

د ګرمې مسالې یا مصالحې چای د نزلې، زکام او ټوخي درملنه ده

د روغتیایي کارپوهانو پر وینا، د موسم په بدلون سره خپل ځان پاک وساتئ. ګرم او هغه خواړه وخورئ چې دفاعي ځواک مو ډېروي. او د نارنج، لیمو، مالټې سربېره وچه مېوه هم استعمال کړئ.

دوی وایي، چې د همدې ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره ترټولو آسانه لار دا ده، چې مخکې تر مخکې لاس په کار شو او د خپلې پوزې، خولې، ستوني، جامو او د ځان د پاکوالي ساتنه وکړو.

د ژمي د سختو ساړو په وړاندې د ادرکو چای غوره انتخاب دی. په ادرکو کې ویټامین سي، میګنیزیم او نور معدني توکي شامل دي، چې د روغتیا لپاره بیخي ګټور ګڼل کېږي.

د ادرکو د چای د جوړولو لپاره د ادرکو یوه وړه ټوټه او څلور پیالې اوبه راواخلئ او ادرک پکې وایشوئ. بیایې له نغري کوز او تور مرچ، شات او لیمو ور اضافه کړئ او و یې څښئ.

همدا راز د سړو ختمول، د ستوني د درد آرام، د بلغم ختمول او د بدن د درد څخه د ژغورلو لپاره د ګرمې مسالې قهوه ګټوره ګڼل کېږي.

د ګرمې مسالې د قهوې د جوړولو لپاره پنځه د لونکو دانې، د دارچیني دوه ټوټې، دوه ګرامه وطني سپیرکۍ په یوه پیاله اوبو کې واچوئ او چاڼ یې کړئ. کله چې لږ ګرمې شوې شات ورګډ او د لیمو څو څاڅکي ور اضافه کړئ او په ورځ کې یې دوه ځلې استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …