کورپاڼه / کرکټ / ایشیز لوبلړۍ: عثمان خواجه د ټریوس هیډ ځایناستی شو

ایشیز لوبلړۍ: عثمان خواجه د ټریوس هیډ ځایناستی شو

د اسټرالیا کرکټ بورډ د ایشیز لوبلړۍ څلورمه ټیسټ لوبې لپاره، چې په سېډني د جنورۍ په ۵مه پیل کېږي، د ټریوس هیډ پرځای عثمان خواجه لوبډلې لوبډله ته راوست.

د ویلو ده چې ټریوس هیډ له دریمې ټیسټ لوبې وروسته د کورونا وایروس نتیجه مثبته راغله، هغه اوس په میلبورن کې له خپلې ملګرې سره کرنتین دی، اسټرالیا کرکټ له دې وړاندې درې احتیاطي لوبغاړي میچل مارش، نیک میډنسن او جوش انګلش اعلان کړي و، خو اوس یې لوبډلې ته عثمان خواجه راوست.

عثمان خواجه له ۲۰۱۹ کال له اګست وروسته، چې د انګلستان خلاف ولوبېده، دا لومړی ځل دی چې ټیسټ کرکټ ته راستنېږي. نوموړی به په سېډني ټیسټ لوبه کې په پنځم نمبر توپ وهنه وکړي، خو دا به د هغه د لوبېز ژوند لومړۍ لوبه وي چې په دې پوزیشن توپ وهنه کوي.

خو نوموړی ښایي یوازې یوه ټیسټ لوبه وکړي او له هغې وروسته به ټریوس هیډ بېرته لوبډلې ته راستون شي. عثمان خواجه وایي چې زه پوهېږم چې یوازې یوه لوبه به وکړم خو هیله لرم چې د هیډ تشه ډکه کړم.

د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ په درېیو ترسره شویو لوبو کې اسټرالیا ۳-۰ مخکېوالی لري او د لومړۍ ټیسټ لوبې اتل لوبغاړی ټریوس هیډ و، چې یوه پاڼۍ کې یې ۱۵۲ منډې جوړې کړې وې.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …