کورپاڼه / کرکټ / مایکل ایترتن، انګلستاني لوبغاړو ته: د آی پي اېل لپاره نړیوالې لوبې مه پرېږدئ

مایکل ایترتن، انګلستاني لوبغاړو ته: د آی پي اېل لپاره نړیوالې لوبې مه پرېږدئ

د انګلستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي مایکل ایترتن انګلستاني لوبغاړو ته په خطاب کې ویلي، چې د هند غوره لیګ (آی پي اېل) کې د لوبېدو لپاره نړیوالې لوبې مه پرېږدئ.

ایترتن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې انګلستان لوبډلې د ایشیز سیالیو کې د پام وړ لوبې نه دي او اسټرالیا ترې درې واړه ترسره شوې لوبې ګټلي دي.

د ایشیز لوبلړۍ وروستۍ دوه ټیسټ لوبې په سېډني او هوبارټ کې ترسره کېږي. خو ایترتن له خپلې لوبډلې ناهیلی دی او د لوبډلې مدیریت ته یې لارښوونه کړې چې لوبډله کې دې بدلونونه راولي.

نوموړي پر کرکټ بورډ هم نېوکه کړې او ویلي یې دي چې د انګلستان کرکټ بورډ دې داسې پرېکړې وکړي چې د لوبډلې ګټې پکې نغښتي وي.

هغه زیاته کړې، لوبغاړي دې د هند غوره لیګ (آی پي اېل) کې د لوبېدو لپاره نړیوالې لوبې نه پرېږدي، نه دې آرام ورکول کېږي او نه دې بل ځای د لوبېدو اجازه ور کول کېږي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …