کورپاڼه / کرکټ / سلمان بټ: هند کرکټ بورډ غواړي راهول په راتلونکي کې لوبډلمشر کړي

سلمان بټ: هند کرکټ بورډ غواړي راهول په راتلونکي کې لوبډلمشر کړي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر سلمان بټ د هند کرکټ بورډ کې د لوبډلمشرۍ پر سر د اختلافونو په اړه څرګندونې کړي.

تېره ورځ هند د سویلي افریقا پر وړاندې د یوه ورځنیو اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه، په دې لوبډله کې روهیت شرما ته د ټپونو له امله ځای نه دی ورکړل شوی او پرځای لوکیش راهول لوبډلمشر ټاکل شوی.

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر سلمان بټ ویلي، چې څه موده وړاندې ویرات کوهلي له لوبډلمشرۍ لېرې کړل شو او پرځای روهیت شرما لوبډلمشر شو، خو اوس هند کرکټ په دې لټه کې دی چې داسې لوبډلمشر وټاکي چې تر ډېره دغه مسولیت ور ترغاړي وي.

نوموړي زیاته کړي، چې په همدې سبب له ویرات کوهلي لوبډلمشري واخیستل شو او روهیت شرما ته ورکړل شو، خو اوس داسې ښکاري چې راتلونکی لوبډلمشر به لوکیش راهول وي.

سلمان بټ وایي، راهول په آی پي اېل کې لوبډلمشري کړې، ځکه لومړی مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو او اوس یې لوبډلمشرۍ ته راوست. اوس دا د راهول لپاره غوره موقع ده چې ځان ثابت کړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …