کورپاڼه / روغتيا / ولې ځینې خلک سهار له ویښېدو ورړسته د ستړیا احساس کوي؟

ولې ځینې خلک سهار له ویښېدو ورړسته د ستړیا احساس کوي؟

ځینې ​​خلک سهار له ویښیدو وروسته د ستړیا احساس کوي، چې ګڼ شمېر لاملونه لري. د جیمس ویلسن په نوم د خوب یو متخصص ځینې داسې لارښوونې وړاندې کړي، په مرسته یې کولی شو چې د سهار له ستړیا ځان خلاصون کړو.

د دی سن ورځپاڼې د راپور له مخې، جیمس ویلسن وايي چې تاسو باید د الارم زنګونو پرځای له طبیعي رڼا سره ویښ شئ. د دې هدف لپاره د (لمر وړانګې) عالي دي.

ویلسن وایي، کله چې د لمر وړانګو سره له خوبه پاڅیږئ، بدن مو د کرسټال په څیر هورمونونه افرازوي او دماغ تازه او پیاوړي کیږي. د الارم زنګ پرځای لمر هم د الارم په څېر رڼا یا څپې خپروي او کولی شي چې لع خوب څخه د ویښیدو پرمهال د خوب او ستړیا په کمولو کې مرسته وکړي.

ویلسن زیاته کړې، که سهار له ویښېدو سره سم ټولنیزې رسنۍ استعمالوئ، دا مو دماغ ژر متحرکوي نو ډډه ترې وکړئ. هغه څیزونه چې سمدلاسه دماع متحرکوي له ویښېدو سره سم یې مه استعمالوئ، ځکه چې زموږ دماغ له بیدارېدو یو څه وروسته فعالیت پیلوي، نو که موږ هغه ژر متحرک کړو نو ستړیا او لټي رامنځته شوي.

نوموړی دا هم وایي، چې د شپې خوب ته نه چمتو کېدل هم د ستړیا سبب کېږي، د شپې لخوا له وېده کېدو ۶ ساعته دمخه کافین لرونکی توکي مه کاروئ، یو دمخه موبایل او سکرین مه استعمالوئ، ځکه دا د ستړیا سبب کېږي، خو که ستړیا ډېره شي نو د ذهني فشار، اوسپنې کمښت، ژور خپګان، نامناسب خواړه او ورزش نه کول هم د ستړیا رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …