کورپاڼه / کرکټ / هربجن سینګ په کرکټ بورډ او ډهوني تور پور کړ، چې له لوبډلې یې لېرې ساته
هربجن سينګ

هربجن سینګ په کرکټ بورډ او ډهوني تور پور کړ، چې له لوبډلې یې لېرې ساته

د هند کرکټ لوبډلې پخواني آف سپېنر هربجن سینګ تور پورې کړی، چې کرکټ بورډ د ډېر وخت لپاره له لوبډلې لېرې ساتلی و.

هربجن سینګ ویلي دي، د ۲۰۱۱ کال له نړیوال جام وروسته تر ډېره پورې له لوبډلې بهر شوی و او دا کار د کرکټ بورډ و او پخواني لوبډلمشر مهیندرا سینګ ډهوني هم پکې لاس درلود.

هربجن سینګ څو ورځې وړاندې له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ، نوموړی د هند له بریالیو توپ اچونکو څخه دی او په هر فارمیټ کې غوره کارکردګي کړې ده. هغه وروستۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۶ کال ترسره کړې وه.

نوموړي په یوه مرکه کې له کرکټ بورډ ګېله کړې او ویلي یې دي، ډهوني نه ملامتوم ځکه کرکټ بورډ یې په سر دی، زه کرکټ بورډ له لوبو لېرې ساتلی وم.

هغه زیاته کړې، که څلور یا پنځه کاله د لوبېدو چانس ورکړل شوی و، نو ۱۰۰ یا ۱۵۰ ویکټې به یې نورې هم اخیستې وې او نن د هند یو له تر ټولو غوره توپ اچونکو څخه و.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …