کورپاڼه / جالب / د حضرت لوط علیه السلام د میرمنې دې مجسمې تر شا کومه واقعه پرته ده؟

د حضرت لوط علیه السلام د میرمنې دې مجسمې تر شا کومه واقعه پرته ده؟

ښایي په ټولنیزو رسنیو کې مو ډېرې داسې ویډیوګانې لیدلي وي، چې یو څه ځانګړي وي او په تاریخي لحاظ د پام وړ دي. نن ورځ درته په دې لړ کې د حضرت لوط علیه السلام د میرمنې د مجسمې په اړه غږیږو.

د حکيم بابر په نوم پر فيسبوکپاڼه يوه ويډيو پورته شوې چې پکې د لوط عليه السلام د مېرمنې مجسمه، د مردار سمندر او نورو مذهبي او تاريخي ځايونو په اړه معلومات ورکول کېږي.

په اردن کې د مردار سمندر په وړاندې د اسراییلو او د لوط علیه السلام قوم له عذاب وروسته په دې اوبو کې مالګه راوتله، چې وروسته بیا د مردار سمندر په نوم یاد شو.

د حضرت لوط (ع) قوم د اردن د سمندر په څنډو کې میشت وو، په دې ویډیو کې هغه ځای هم ښودل شوی چې اوس پکې اوبه دي، لکه څنګه چې دا قوم نافرمانه و، نو عذاب پرې نازل شو او حضرت لوط (ع) ته امر وشو چې له دې سیمې ووځي.

فرښتو دا هم وویل چې د عذاب پرمهال دې شاته نه ګوري او له دې سیمې دې ووځي، خو د لوط علیه السلام میرمنې له دې امر سرغړونه وکړه، شاته یې وکتل او بت ترې جوړ شو.

د حضرت لوط علیه السلام د میرمنې دا مجسمه اوس هم د مردار سمندر څنډو ته په غره واقع ده او داسې ښکاري لکه شاته یې چې کتلي وي او ناڅاپه په بت بدل شوې وي.

دا هم ولولئ

بریتانیې پر خپل یو اوسیدونکي بندیز ولګاوه چې تر یوه کاله پورې دې مرغاوۍ نه ساتي

د برتانیې روغتیا وزارت په ۷۹ کلن الان ګوسلنګ بندیز لګولی، چې د یوه کال …