کورپاڼه / کرکټ / هند لوبډله له لوی زیان سره مخ شوه، د ټیسټ لوبو نمرې یې کمې شوې

هند لوبډله له لوی زیان سره مخ شوه، د ټیسټ لوبو نمرې یې کمې شوې

هند د سویلي افریقا پر وړاندې د ټیسټ لوبلړۍ لومړۍ ټیسټ لوبه وګټله، خو د بریا سربېره بیاهم د ټیسټ اتلولیو کې زیان ولېده. هند د سویلي افریقا پر وړاندې په ټاکلي وخت اورونه نه ول ترسره کړي.

د سینچورین ټیسټ لوبې ریفري اینډي پای کرافټ، لوبڅارانو ماریوس ایراسموس، ایډریان هولډسټاک، علاوالدین پالیکر او بونګاني جیلې په ګډه د هند لوبډلې لوبغاړي په ټاکلي وخت د اورونو په نه ترسره کولو د لوبې له فیس څخه ۲۰ سلنه جریمه کړي.

همدا راز د هند لوبډلې د ټیسټ اتلولیو سیالیو څخه یوه نمره کمه شوه. د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي دا تورونه او سزا منلې هم ده.

هند د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د انګلستان په وړاندې د ناټینګم ټیسټ کې هم په ټاکلي وخت د اورونو په نه ختمولو ۲ نمرې له لاسه ورکړې وې. په مجموعي ډول هند درې نمرې له لاسه ورکړي او دا د دې لامل کیدلی شي چې تر پایلوبې رسېدل یې ستونزمن کړي.

اسټرالیا په ۲۰۲۰ کال کې د هند پر وړاندې د میلبورن ټیسټ پر مهال د سلو اوور رېټ له کبله څلور پواینټونه له لاسه ورکړي ول، چې په لومړي ټېسټ اتلولیو کې یې نیوزیلېنډ او هند ته ګټه ورسېده.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …