کورپاڼه / روغتيا / په اوبو کې ویکس اچول او بخار اخیستل په بدن کې کوم بدلونونه راولي؟

په اوبو کې ویکس اچول او بخار اخیستل په بدن کې کوم بدلونونه راولي؟

په ژمي کې هر کور کې ویکس ته اړتیا لري او د پوزې د بندیدو، زکام یا ټوخي او د ستوني درد یوازینۍ حل له درملو وروسته د ویکس استعمال دی. ویکس د هر عمر لرونکو لپاره ګټور وي، خو که په اوبو کې ګډ شي او بخار یې واخیستل شي نو حیرانوونکې ګټې لري.

په ژمي کې د پوستکي سپوروالی او حساسیت عام وي، د دې لپاره هره ورځ ویکس په ګرمو اوبو کې واچوئ او بخار یې واخلئ، نو د سپوروالي ستونزې به مو حل شي او د پوزې سوخت ختموي.

د ویکس اوبو تپ یا بخار اخیستل د سینې سختوالی کموي، هغه کسان چې د سږو التهاب لري، هغوی دې له درمل سره له دې چارې هم ګټه پورته کړي.

چینایي ډاکټر وایي، په دې چارې سره د بدن زهرجنې مادې له منځه ځي او د وزن کمولو کې هم خورا مرسته کوي، که چېرته په ورځ کې دوه ځلې ترې ګټه واخیستل شي نو د بدن اضافي وازدګه اوبه کوي.

د دې لپاره لومړی اوبه وایشوئ، کله چې ترې بخار جوړ شو یا تپ ترې پورته شو، دا وخت ویکس ور واچوئ او بخار واخلئ، که عینکې اچوئ نو ښه ده ګنې د سترګو میکروبونه هم پاکوي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …