کورپاڼه / روغتيا / ولې په ژمي کې د پښو سوخت یا پړسوب ډېرېږي او حللاره یې څه ده؟

ولې په ژمي کې د پښو سوخت یا پړسوب ډېرېږي او حللاره یې څه ده؟

په ژمي کې ډېر وخت لاسونه، پښې یا ګوتې پړسېږي یا سوخت پیدا کوي، چې دېته (Chilblains) ویل کېږي. د دې لوی لامل تنګې جامې، سګریټ څکول، د وینې جریان اغېزمن کېدل یا هم سړه هوا ده.

د دې لپاره د مڼې سرکه ګټوره ده. د مڼې سرکه د پړسوب یا سوخت ضد ځانګړتیا لري. شپږ یا اته کاچوغې د مڼې به په نیم ګرمو اوبو کې واچوئ، بیا به پښې ور پکې کېږدئ او اوونۍ کې به لږ تر لږه دوه ځلې دا کار وکړئ.

همدا راز په یو لوښي کې به نیم ګرمې واچوې او په هغې کې به پټکړی او لږه مالګه واچوئ. پټکری سوخت یا پړسوپ کموي، د وینې جریان تېزوي او د پښو او پوندو د آرام سبب کېږي.

په یو لوښي کې به تړمې اوبه راواخلئ او لږ غوندې میده شوی پټکری یا زنځ به پکې واچوئ، له هغې وروسته به تر شل دقیقو پورې پښې پکې کېږدئ او له هغې وروسته پښې وباسئ او وچې یې کړئ.

د مالګې ډېر استعمال هم د وینې جریان اغېزمنوي او د پښو یا لاسونو د سوخت یا پړسوب سبب کېږي، نو هڅه وکړئ چې بازاري خوراکونه، پروسیس شوي توکي او د مالګې استعمال کم کړئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …