کورپاڼه / خپلواک / قېس احمد نن بيګ باش کې تباهي وکړه
قېس احمد

قېس احمد نن بيګ باش کې تباهي وکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان ورو توپ اچونکي قېس احمد نن د بيګ باش په لوبه کې تباهي وکړه، هغه نه يوازې دا چې ٤ لوبغاړي وسوځول، بلکې يو کس يې رن اوټ هم کړ او همدا راز د توپوهنې پر مهال يې ٧ منډې هم وکړې چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړه.

نن د بيګ باش تجارتي ليګ په لومړۍ لوبه کې د هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه هوبارټ هوريکنز وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

هوبارټ هوريکنز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډارسي شورټ ٥١، ډيويډ ملر ١٦، بين مک ډيرموټ ١٥، جارج بېلي ١٢ او افغان ورو توپ اچونکي قېس احمد بيا ٧ منډې ترلاسه کړې.

د سډني سيکسرز له لوري سين ابوټ ٣، ټام کران، بينجمين منينتي او بين دوارشيوس ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٣٠ منډو هدف په تعقيب کې د سډني سيکسرز توپوهونکي مېدان ته راکوز شول، خو د پيل توپوهونکى ډينيل هوګز يې يوازې دوه منډې کړې وې چې د قېس احمد د بهترين فيلډينګ ښکار شو او هغه يې رن اوټ کړ. ورپسې جوش پيليپي په ٢٤ منډو او جېمز وينس په ١٨ منډو خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.

له هغه وروسته قېس احمد توپوهنې ته راغى، چې په خپل لومړي اور کې يې د مويسيس هينريکس ويکټ واخيسته، هغه يوازې ٢ منډې کړې وې. کله چې قېس احمد خپل دويم اور ته راغى، نو ټام کران يې بولډ کړ، ورپسې سين ابوټ سټمپ اوټ شو، خو قېس احمد ونه توانېده چې هېټريک وکړي، ځکه يو توپ باندې دوه منډې وشوې او ورپسې يې په بل توپ باندې يو ځل بيا د بين ډوارشيوس ويکټ ترلاسه کړه، چې په دغه اور کې نوموړي ٣ لوبغاړي وسوځول.


په ورپسې دوه اورونو کې قېس احمد کومه ويکټ ترلاسه نه کړه، خو يوازې ٦ منډې يې ورکړې، چې په دې سره نوموړي په ٤ اورونو کې د ١٢ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي وسوځول او يو لوبغاړى يې بيا په پيل کې رن اوټ کړى و.

د سډني سيکسرز لوبډلې ټول لوبغاړي په ١٨.٥ اورونو کې وسوځېدل او ١٠٤ منډې يې وکړې، چې په ٢٥ منډو يې ماته وخوړه.

د هوبارټ هوريکنز له لوري له قېس پرته جېمز فوکنر او سيمون ميلنکو هم ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

قېس احمد د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه، چې د نننۍ لوبې په بريا کې يې ستر رول ولوباوه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …