کورپاڼه / سياست او روانې چارې / بسم الله محمدي: زه د عبدالله له لورې ټاکل شوی وم، خو بې صلاحیته وم، د نظام د سقوط پړه د غني او محب ده

بسم الله محمدي: زه د عبدالله له لورې ټاکل شوی وم، خو بې صلاحیته وم، د نظام د سقوط پړه د غني او محب ده

د افغانستان د جمهوري دولت د دفاع وزیر بسم الله محمدي هم خپله ملامتي ونه منله، وایي زما په راتګ اردو پاشل شوې او پړه یې پر ولسمشر غني او محب واچوله.

نوموړي په یوه لیکنه ویلي دي، چې په داسې حال کې دفاع وزارت ور تر غاړې شو چې تر سلو پورې ولسوالۍ سقوط شوې وې او پر ولسمشر غني او ملي امنیت سلاکار یې تور پور کړی، چې هغه ته یې هیڅ صلاحیت نه و ورکړی.

بسم الله محمدي د ځان په دفاع کې ویلي، چې هغه تش په نوم وزیر و او د هغه ونډې پر اساس ټاکل شوی و، چې جمهوري دولت کې ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورکړې وه.

که څه هم نوموړی د ډاکټر عبدالله له لورې ټاکل شوی و، خو پر هغه ملامتیا نه ور اچوي، بلکې په ټوله لیکنه یې پر خلاف یوه کلیمه هم نه ده لیکلې.

د ویلو ده چې بسم الله محمدي د جمهوري دولت په وروستیو د دولت دفاع وزیر شو، خو هیڅ د پام وړ لاسته راوړنې یې نلرلې بلکې د نظام د سقوط پړه هم پرې اچول کېږي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …