کورپاڼه / خپلواک / پاکستان ثقلین مشتاق له روزنې لېرې کړ

پاکستان ثقلین مشتاق له روزنې لېرې کړ

د پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا له داخلي روزونکي زړه موړی شو او ثقلین مشتاق د دې هېواد ملي لوبډلې له لنډ مهالې روزنې لېرې کړ.

ثقلین مشتاق په نړیوال شل اوریز جام کې او له هغې وروسته په ټولو لوبلړیو کې د پاکستان لوبډلې مشر روزونکی و، خو اوس ترې دا مسولیت واخیستل شو.

د پي سي بي سرچينو ويلي چې لوبډله یې دا مهال کومه لوبلړۍ نه لري، نو ځکه ثقلين مشتاق له خپلې دندې لرې شوی دی. دوی وایي چې اسټرالیا خلاف لوبلړۍ ته به بهرنی روزونکی ونیسي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا څو ورځې وړاندې د خپلې لوبډلې لپاره د بهرنیو روزونکو د ټاکلو اشاره کړې وه

د ویلو ده چې ثقلین مشتاق د انګلستان په ګډون د ډېرو بهرنیو لوبډلو روزنه کړې ده. کله چې مصباح الحق او وقار یونس له دندې لاس په سر شو نو پرځای یې ثقلین مشتاق مشر روزونکی شو.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۱ کال ځانګړتیا؛ له جمعې پیل شوی او د جمعې په ورځ پای ته ورسېد

د ۲۰۲۱ کال یو ځانګړتیا دا وه چې د یاد کال پیل او پای له …