کورپاڼه / خپلواک / پاکستانۍ اداکاره ماهره خان: زما ګټه حلاله ده
ماهره خان

پاکستانۍ اداکاره ماهره خان: زما ګټه حلاله ده

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ دسمبر ٢٠١٩): د پاکستاني فلمونو او سريالونو اداکاره ماهره خان وايي، چې د هغې ګټه حلاله ده. هغې دا خبره په ټويټر باندې د يو کس د نيوکو په ځواب کې ليکلې ده.

د پاکستاني فلمونو او سريالونو اداکارې ماهره خان په خپل يو ټويټ کې ليکلي و، چې همدا خو ژړا ده، چې د الله وهل بې اوازه دي، بايد چې اواز يې راشي.

د ماهره خان پر دغه ټويټ باندې د مومل په نوم يوې نجلۍ سختې نيوکې کړي دي او هغې ته يې ډېرې سپکې سپورې ويلي دي. مومل ليکي، چې ستاسې په څېر بې حيا نجونو ته په ډرامو کې د لوړپوړو پوځيانو کردارونه درکول کېږي.

هغه مخکې ليکي، چې د همدې لپاره تاسې د خپل رزق حلالولو لپاره دا کارونه کوئ، ګني ستا په څېر د دوه روپيو غېر اخلاقي نڅاګرې په دې ټولنه کې هېڅ حېثيت نشته دى.

مومل په خپل دغه ټويټ کې د (مجرې) ټکى ياد کړى دى، دا ټکى په پاکستان کې د هغه نڅاګرو لپاره کارول کېږي، چې په تياتر يا هم په مېدان کې داسې غېر اخلاقي ډول نڅا کوي، چې د هر چا د ليدلو وس ورته نه کېږي.

د مومل د دغه ټويټ نه وروسته ماهره خان هغې ته په ځواب کې ليکلي دي، چې ستاسې فکر ستا له لفظونو ښکاره کېږي. زما ګټه حلاله ده، ګني ته مې په يوه ښه ښوونځي کې داخلولې.

هغه مخکې ليکي، چې ترت څو چې خبره د دوه روپيو د حېثيت ده، زموږ په څېر ښځې د خپل ځان بيه نه لګوي او نه هم د کوم بل چا بيه ټاکي.


د يادولو ده چې ماهره خان د پاکستاني فلمونو او سريالونو يوه نامتو څېره ده، هغې نه يوازې دا چې په پاکستاني فلمونو او سريالونو کې ډېر کار کړى دى، بلکې په هندي سينما کې يې هم کار کړى دى او له شاه رخ خان سره يې په (رييس) فلم کې مرکزي رول لوبولى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …