کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د راشد خان لوبډله یو ځل بیاهم له ماتې ونه ژغورل شوه

د راشد خان لوبډله یو ځل بیاهم له ماتې ونه ژغورل شوه

راشد خان ۴ اورونو ترسره کړل، ۲۶ منډې یې ورکړې، یو لوبغاړي وسوځاوه، خو لوبه یې وبایلله.

د بیګ باش لیګ ۳۲مه لوبه د اډلیډ سټرایکرز او سېډني ټینډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ټینډر پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

د سېډني ټینډر په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وکړې، د دوی له لورې میتیو ګلیکس ۹۳ او بین کټینګ ۳۴ زیاتې منډې وکړې.

د اډلیډ سټرایکرز له لورې ویس اګر او پټیر سډل غوره توپ اچونه وکړه، دواړو درې-درې لوبغاړي وسوځول. همدا راز راشد ۱ ویکټ واخیسته.

اډلیډ سټرایکرز د ۱۷۳ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ وکړې او په ۲۸ منډو یې ماتې وخوړه.

د دوی له لورې میتیو رینشا ۳۰ او هیري نیلسن ۳۹ زیاتې منډې وکړې. د سېډني ټینډر لخوا محمد حسنین ۳، ثاقب محمود او جیسن سانګا ۲-۲، دنیل سامس او کریس ګرین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …