کورپاڼه / اسلام / که د واده په لومړۍ شپه کور والی ونه شي، نو په بله ورځ ډوډۍ ورکول جایز دي او که نه؟
دويم واده

که د واده په لومړۍ شپه کور والی ونه شي، نو په بله ورځ ډوډۍ ورکول جایز دي او که نه؟

که چېرته د واده په لومړۍ شپه باندې کور والی ونه شي، نو ایا د هغې په سبانۍ ورځ باندې د واده ډوډۍ یا ولیمه ورکول جایز دي او که نه؟ یوه مهمه موضوع ده چې باید مسلمانان پرې بوه شي.

د اسلام پېغمبر دا حکم کړی دی چې د واده ډوډۍ ورکوئ، هغوی (صلي الله علېه وسلم) په خپله هم دا کار کړی دی او د دې ستر هدف دا دی، چې انسان د الله تعالی شکر ادا کړي، چې په ژوند کې یې یو نوی پړاو پیل شو او داسې یو انسان ورته په برخه شو، چې هغه د انسان د تفریح ترڅنګ د ژوند سختو او لوړو ژورو کې هم ورسره یو ځای وي.

کله چې پېغمبر علېه السلام د زینب رضي الله عنهه او صفیه رضي الله عنهه سره ودونه وکړل، نو په بله ورځ یې د واده ډوډۍ ورکړه. له دې څخه دا واضحه کېږي، چې د واده ډوډۍ له نکاح څخه وروسته ورکول کېږي، له نکاح څخه مخکې د واده ډوډۍ کول ښه نه دي.

همدا راز دا هم لازمي نه ده، چې د نکاح په سبا دې لازمي ډوډۍ ورکړل شي، بلکې دوه درې ورځې وروسته هم دا کار کېدای شي. خو که چېرته د واده په لومړۍ شپه کور والی ونه شي، نو ایا د واده ډوډۍ ورکول جایز دي او که نه؟ په دې اړه ځینې خلک دا جایز نه ګڼي، خو په اصل کې داسې نه ده.

ځکه کله نا کله داسې هم پېښېږي چې د واده په ورځ ناوې په میا شتینۍ نار وغۍ کې وي او په هغه وخت کې بیا د کور والي کولو حالت نه وي، خو که کور والی ونه شي، بیا هم د عالمانو په نزد د ډوډۍ ورکول یا ولیمه کول جایز دي.

دا هم ولولئ

د سهار او ماښام ترټولو غوره استغفار چې جنت ته د تګ سبب کېږي

استغفار رجوع کولو ته وایي، یعنې د استغفار مانا الله تعالی ته رجوع کول او …