کورپاڼه / خپلواک / د ۲۰۲۱ کال ځانګړتیا؛ له جمعې پیل شوی او د جمعې په ورځ پای ته ورسېد

د ۲۰۲۱ کال ځانګړتیا؛ له جمعې پیل شوی او د جمعې په ورځ پای ته ورسېد

د ۲۰۲۱ کال یو ځانګړتیا دا وه چې د یاد کال پیل او پای له جمعې مبارکې څخه وشوه او نوی کال (۲۰۲۲) د ۳۶۵ ورځو پیل او پای به د شنبې ورځ وي.

په زړه پورې خبره دا وه چې د ۲۰۲۱ کال پیل د جمعې له مبارکې ورځې شوی و او د همدې کال پای، یعنې د ۲۰۲۱ کال دسمبر میاشت ۳۱مه نېټه هم د جمعې مبارکه ورځ وه.

همدا راز نوی کال به ۳۶۵ ورځې وي، د شنبې د ورځو شمېر به ۵۳ وي او د یکشنبې، دوشنبې، سې شنبې، چهارشنبې، پنجشنبې ورځې به ۵۲-۵۲ وي.

همد راز ۲۰۲۲ کال به هم څلور ځلې تندر نېونه رامنځته شي، چې دوه ځلې به لمر او دوه ځلې به سپوږمۍ تندر ونیسي، چې لومړۍ تندر نېونه به افغانستان کې ونه لېدل شي.

ستورپوهان وایي، د ۲۰۲۲ کال لومړۍ د لمر تندر نېونه به د اپریل په ۳۰مه او دویمه به د اکتوبر په ۲۵مه وي. همدا راز لومړۍ د سپوږمۍ تندر نېونه به د مۍ په ۱۶مه او دویمه به د نومبر په ۸مه نېټه پېښه شي.

دا هم ولولئ

پاکستان ثقلین مشتاق له روزنې لېرې کړ

د پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا له داخلي روزونکي زړه موړی شو او ثقلین …