کورپاڼه / کرکټ / شاهد افریدی: هله به تقاعد اخلم چې خدای ځان ته وبللم

شاهد افریدی: هله به تقاعد اخلم چې خدای ځان ته وبللم

پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مشهور الراونډر شاهد خان اپریدي ویلي دي، کله چې یې الله (جل جلاله) ځانته وغواړي نو هغه وخت به تقاعد اخلي.

شاهد افریدي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، زه به هغه وخت تقاعد اخلم کله چې مې الله تعالی وغواړي، زه په الله تعالی بشپړ باور یم، د بنده ګانو حقوق ډېر مهم وي.

هغه دا هم ویلي چې د روزنې لپاره تر اوسه رانه چا غوښتنه نه ده کړې، که وشوه نو رسنیو ته یې وایم. نوموړي د پاکستان سوپر لیګ په اړه هم خبرې کړي او ویلي یې دي چې له کورونا څخه د ژغورل کېدو لپاره باید په دویم پلان کار وشي.

هغه دغه راز ویلي چې پاکستان ته د بهرنیو لوبغاړو په راتګ خوشحاله دی او د پي ایس اېل اووم پړاو کې د کویټه ګلیډیترز استازیتوب به کوي. هغه زیاته کړې چې هڅه به کوم چې سرفراز احمد سره مرسته وکړم.

افریدي دا هم ویلي، پاکستان ته د اسټرالیا، نیوزیلېنډ او ویسټ انډیز لوبډلو راتګ ښه زېری لري، کومه لوبډله چې پاکستان راځي نو غوره لوبډلې دې راولېږي، هسې نه چې بي لوبډلې راولېږي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …