کورپاڼه / جالب / له فضایي مخلوق سره ممکنه لېدنې؛ ناسا مذهبي مشران استخدام کړل

له فضایي مخلوق سره ممکنه لېدنې؛ ناسا مذهبي مشران استخدام کړل

د امریکا فضايي ادارې ناسا د یوه نوي پروګرام له لارې ۲۴ مذهبي مشران استخدام کړي، چې پکې د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودانو ترڅنګ د نورو مذهبونو مشران هم شامل دي.

دا پروګرام، چې نږدې یو کال دوام کوي، موخه یې له فضایي مخلوقاتو سره د اړیکو په صورت کې په مذهبي چلند پوهېدل او هغې ته د مناسب ځواب ټاکل دي.

د ویلو ده چې په کايناتو کې د ځمکې په څېر سيارو پرته د انسان په څېر د هوښيار او پرمختللو مخلوقاتو د موندلو چانس ډېر دی، خو تر اوسه له داسې کوم فضايي مخلوق سره اړيکې نه دي نيولي. ښایي تر راتلونکو زرګونو کلونو پورې نښه هم ونه موندل شي او یاهم ممکن په څو میاشتو کې وموندل شي.

په دې حالت کې د ټول بشریت په توګه زموږ ترټولو پراخ غبرګون باید څه وي چې زموږ د دیني عقیدې او همدارنګه زموږ د پوهې کچه څرګنده کړي؟ او همدا د دې پلان موخه ده، چې باید وټاکل شي.

په دې ټړاو داسې انګیرنې هم کېږي چې ناسا ممکن فضایی مخلوقات موندلي وي یا یې له کوم هوښیار فضایي مخلوق سره اړیکه لری. خو په دې تړاو د ناسا لخوا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …