کورپاڼه / جالب / په (۴) کلنۍ کې تښتول شوی ماشوم (۳۰) کاله وروسته له خپلې مور سره یوځای شو

په (۴) کلنۍ کې تښتول شوی ماشوم (۳۰) کاله وروسته له خپلې مور سره یوځای شو

په چین کې هغه شخص چې په څلور کلنۍ کې تښتول شوی و، دیرش کاله وروسته له خپلې مور سره یوځای شو.

د بي بي سي خبري آژانس د راپور له مخې، لي جینګ وي په څلور کلنۍ کې د خپل ګاونډي له لورې په غلو یا انسان تښتونکو پلورل شوی و.

لي جينګ وي په يوه ويډيویي اپليکېشن کې پخپل لاس جوړه شوې نقشه خپره کړې وه او په هغې یاد چينايي ځوان د خپلې ياد او خاطرو پر بنسټ د کلي کوڅې، کور او چاپېريال رسم کړي یا ځای کړي ول.

له دې وروسته ځايي پوليسو د هغه لخوا د چمتو شوي نقشې په مرسته د لي جينګ وي کلي ومونده او د مور او زوی ډي اين ای ټېسټ يې هم وکړ او له هغې وروسته دغه دیرش کاله وړاندې تښتول شوی شخص له خپلې مور سره یوځای شو.

لي جينګ وي د نقشې په خپرولو سره دا هم ویلي ول چې د هغه ګاونډي په چل له کلي بېولی و او بيا یې پر غلو پلورلی و. د مور او زوی د یوځای کېدو صحنه ډېره په زړه پورې او احساساتي وه او دواړه په زوره-زوره ژړل.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …